په ننګرهار کې دداعش دڅوارلسو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د ليندي څلورمه :
دداعش دډلې څوارلس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې له پوځيانوسره دنويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغې جګړې تيره شپه او نن سهار داچين ولسوالۍ په ګډون ددغه ختيځ ولايت په ځينوسيمو کې نښتې دي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغوجګړو کې دداعش څوارلس تنه غړي ووژل شول يوشمر نور هم ټپيان شول .
ده وويل جګړې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو په تيره بيا داچين ولسوالۍ بازار ته څيرمه نښتې دي هغه ځاى چې تر څه مودې مخکې پورې دداعش دډلې دپراخ شتون او فعاليت ډګر و .
ويل کيږي چې په دغونښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .