کابل باختر دلړم يوولسمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دشاهين -٢٠ دعملياتو په دوام ١٣ تنه وسله وال داعشيان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوايي او توپچي پوځونو په ملاتړ دشاهين – ٢٠ په نامه دامنيتي ځواکونو ګډ محاربوي او تصفيوي عمليات چې پخوا پيل شوي و دوام لري او په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهارولايت دپچير او اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دډار اچوونکو داعشيانو په پټنځيو دهوايي اوځمکنيو بريدونو له امله دداعش د ډلې ١٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او وسلې يې په سيمه کې پاتې دي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .