کابل باختر د کب دمياشتې ١٨ :
د ننګرهار ولايت دداعشيانوپه سنګرونو دهوايي اوځمکنيو بريدونو ډګر و.
دغه بريدونه په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دداعشيانوپه سنګرونو ترسره شوي دي.
د روداتو ، اچين او د دوربابا په وولسواليو کې دداعشيانو په پټڼځي دبريدونو له امله ٥٥ تنه داعشيان ووژل شول.
دغه راز په ننګرهار کې پوځيان دجنګي وسايلو دڅلورو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شوي د ي.
دغه ډيپوګانې د دور بابا ، کوټ او داچين په ولسواليو کې دپوځي عملياتو په بهېرکې کشف شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت امنيتي ځواکونه دپنځو ماينونو په کشف اوشنډولو سره ديولړ چاودنو مخه نيولې ده.
دغه ماينونه دننګرهار په ګڼ ميشتولارو کې ځاى پرځاى شوي وو چې دخلکو په همکارۍ کشف شول.
0 1 دقیقه لوستل