په ننګرهار کې دتندر دلګيدو له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دوږي  يو ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې دوه تنه  د ږلې داورښت او دتندر دراغورځيدو له امله ووژل شول .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ،  پرون له غرمې وروسته  د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ، کوټ ، پچير او اګام او دشيرزادو دولسواليو ځينې سيمې دسختې ږلى داورښت او دتندر دلګيدو ډګر و .
دغه ږلى په بې ساري ډول ډيرې غټې وې .  چې له امله يې  شپږ تنه ټپيان شوي دي .
دننګرهار ولايت  يو سيمه ئيز خبريال باختراژانس ته وويل چې يوتن  دتندر دلګيدو او يو بل تن په سر يې  دږلى دلګيدو له امله وژل شوي دي او اته تنه نور ټپيان شوي دي .
د تندر لګيدل او ددغه شان ږلى اورښت په ننګرهار ولايت کې بې سارې بلل شوى دى .
په همدې حال کې  دننګرهار ولايت دروغتونونو ډاکترانو دټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى .    ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته