امنیت

په ننګرهار کې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور دلسو تنو نيول کيدل

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو  جنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو او پلټنې په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دغلا ، وژنې ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې په اړوند نيول شوي دي .
  ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته