امنیت

په ننګرهار کې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور دلسو تنو نيول کيدل .

کابل باختر د ليندي اوومه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو  جنايي پيښو په تور ونيول شول .
  دغه کسان  دتيرو څلورويشتو ساعتونوپه بهير کې  دپوځيانو دځانګړو عملياتو او پلټنو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو  سيمو کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال  باختراژانس ته وويل چې  په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ،  دنشه يي توکو  دقاچاقو او انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته