کابل باختر د وږي شلمه :
په ننګرهار ولايت کې دبمي چاودنې له امله نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون ناوخته دروداتو ولسوالۍ دباچايانو په کلي کې دګڼ شمير ملکيانو ترمنځ وشوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو چاودنو کې ددوو ماشومانو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي
چاودنه ټيک هغه وخت وشوه چې دغه ملکيان دخپلې سپرلۍ د تراکتور په ترميمولو بوخت و
تراوسه پورې ددغه بمي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى خوسيمه ييز مسوولين طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
په ننګرهار کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى
ديوبل خبر له مخې :په ننګرهار ولايت کې پوځيانو ديولړ چاودنو مخه ونيوله
دغو پوځيانو تيره شپه لومړى يوبم په خوږياڼيو ولسوالۍ کې يوه پله ته څيرمه کشف اوشنډ کړ
پوليس وايي چې دغه بم دطالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و ويل کيږي چې دغه بم دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شوى دى
دغه راز امنيتي مامورينو دهسکې مينې او روداتو دولسواليو په مربوطاتو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو بمي بريدونو مسوول بولي .
0 1 دقیقه لوستل