امنیت

په ننګرهار کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو ې جنګي وسايل ترلاسه شول

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې  دشاهين ٣٢ دچاڼيزو عملياتو په دوام  يوه اندازه  وسله دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغله .
  دغه عمليات نن سهار د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دلومړي کندک دمنسوبينو له خوا دملي امنيت دځواکونو او دپوليسو په همکارۍ دننګرهار ولايت  دخوږيانيو  دسيمې په  مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ددښمن دفلم اخيستنې له يوي کمرې  سره  څوميله  وسله ترلاسه  شوه او يومشکوک سړى له يوه کرنکوف سره ونيول شو .
نيول شوى سړى  دتحقيقاتو لپاره دخوږيانيو دملي امنيت منسوبينو ته وسپارل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته