په ننګرهار کې داعشيانو دسر زيات زيان
کابل باختر دوري دمياشتې لومړۍ نيټه :
شپاړلس تنه داعشيان دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو پرون دننګرهارولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول .
دهېوادپه ختيځ کې دسيلاب قول اردويوه قوماندان باخترآژانس ته وويل : تيره شپه دپوځيانوپه نويو بريدونو کې ١٦ تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛ په دغو داعشيانو د اچين ، کوټ او د روداتوپه ولسواليو کې بريدونه وشول چې په دې هوايي او ځمکنيو بريدونوکې له وسلو اومهماتو سره يې دداعشيانو څو مرکزونه ا وپټنځي دړې وړې شوي دي.
ديوبل خبرله مخې؛پوځيانوپه ننګرهار ولايت کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي ځواکونونن سهاردننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل.
ددغو ماينونودښخولو په اړوندڅوک نه دي نيول شوي.
ديوبل خبرله مخې ؛پوځيانو دننګرهارولايت دهسکې مينې او دروداتوپه ولسواليو کې د وسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو د دريو ډيپوګانو په کشفولوبريالي شول.
له دغو ډيپوګانو څخه يو شميرسپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي.
سيمه ييز مقامات وايي چې ډاراچوونکوله دغو ډيپوګانو څخه په خپلو ډاراچوونکو بريدونو کې ورڅخه استفاده کوله.