په ننګرهار کې داعشيانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى
کابل باختردکب دمياشتې٢٣ نيټه :
اتلس تنه داعشيان د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکوله تيرې شپې څخه د ننګرهارولايت په ځينو سيموکې ځمکني اوهوايي بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل تيره شپه په نويو بريدونو کې د دريو تنو پاکستانيانو په ګډون اتلس تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛ په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت د هسکې مينې او د دوربابا په ولسواليو کې بريدونه وشول.
سرچينه وايي په دغو بريدونو کې له وسلو او مهماتو سره يې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي هم ويجاړ شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛ پوځيانو په ننګرهارولايت کې ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه درې ماينونه کشف اوشنډکړل. پاى ج ذ