امنیت

په ننګرهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

-کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره دنويو نښتو په بهيرکې  ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو  تيره شپه دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې  بريدونه وشول .
دهېواد  په ختيځ کې يوې امنيتي سرچينې  باختراژانس ته وويل چې په   دغو نښتو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
سرچينې  زياته کړه چې وسله وال طالبان دماين ښخولو په ګډون په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې بريدونه پرې  وشول .
ده وويل چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې  ويل شوي دي چې دطالبانو دډلې درې تنه غړي په ننګرهار ولايت کې  ونيول شول .
دغه طالبان تيره شپه دننګرهار ولايت دغني خيلو په ولسوالۍ کې  دپوځيانو په ناڅاپي بريد کې له جنګي وسايلو سره يې ونيول شول .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته