په ننګرهار کې اوولس تنه داعشيان ووژل شول .
کابل باختر دوري پنځمه
د داعشيانو د ډلې ١٧ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې اوولس تنه داعشيان ووژل شول .
د رارسيدلو خبرونوله مخې په دغوبريدونوکې د داعشيانو مرکزونه او پټنځي هم ويجاړ شوي دي .
ده وويل په دغو داعشيانو دکوټ ، اچين ، هسکې مينې او د روداتو د ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي امنيتي مامورانو نن سهار څلور ماينونه د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى
ختم_ عطاالله _ اکرم