په ننګرهار ولايت کې روزنيزورکشاپ جوړ شو
کابل باختر دلړم دويمه
دهيواددڅلوروختيځوولايتونودپوهنې درياستونو دټولنيزو کارکوونکودکاري ظرفيت دلوړولو په خاطر روزنيز ورکشاپ پرون په ننګرهار ولايت کې جوړ شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې په دې ورکشاپ کې دټولنيزو چارو دکارکوونکو دکاري مسووليتونو اومکلفيتونو په اړوند خبرې وشوې .
دغه ورکشاپ دننګرهار ،کونړ ، لغمان او دنورستان دولايتونو دپوهنې دکيفيت دلوړولو دپروګرام ايکويت د ١٣٠تنو کارکوونکو په ګډون په جلال اباد ښار کې جوړ شوى دى.
ددغه ورکشاپ په پيل کې دننګرهار ولايت دپوهنې رياست سرپرست دبرخه والو دکاري ظرفيت په لوړولو کې ددغه ورکشاپ درول په اړوند معلومات ورکړل او له دوى څخه يې وغوښتل چې ددوى له تجربو څخه زياته ګټه واخلي .
وروسته ددغه پروګرام مسوول هم دپوهنې وزارت په چوکاټ کې دايکويت دملي ظرفيتونو دلوړولو پروګرام بيان کړ اوزياته يې کړه چې دولسواليو په کچه دايکويت دکاري پلان د ټولنيزو کارکوونکو ټاکنه دايکويت دکاري پلان يوه برخه ده .
ده زياته کړه نړيوال بانک له ٢٠٠٤کال راپديخوا دايکويت له پروګرام سره خپلې مرستې پيل کړي چې تراوسه پورې دوام لري او دراتلونکو څلورکلونو لپاره هم تمديد شوې ده .