امنیت

په ننګرهار ولايت کې د ځانمرګى بريد له امله درې تنه ترکي انجنيران ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت کې د يو ځانمرګى بريد له امله درې تنه ترکي انجنيران ووژل شول او يو بل انجنيرټپي شو.
دننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار هغه وخت وشوه چې په موټر سايکل سپاره يوځانمرګى يرغلګر خپل چاويدونکي توکي د ترکي انجنيرانو د سپرلۍ موټرترڅېرمه وچول.
عبدالزي وويل: ددغه ځانمرګى بريد له امله درې تنه ترکي انجنيران ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه ترکي انجنيران په يوه لوژيستيکي اډه کې چې په پوليسو پورې اړه لري؛ کار کاوه.
ده تاييد کړه چې په دې ځانمرګى بريدکې افغان پوځيان او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته