کابل باختر دثورپنځلسمه :
د داعشيانو د ډلې ١٨ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې؛ په نويو بريدونوکې له تېرې شپې څخه تر نن سهاره پورې دپنځوتنو پاکستانيانو په ګډون ١٨ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د هسکې مينې او د درباباد ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلود يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپو په کوټ ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کېده .
له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه يېز مقامات وايي چې؛ داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_ج _ اکرم