-کابل باختر د لړم نهمه :
دننګرهار ولايت دداعشيانو په سنګرونو دنويو هوايي بريدونو ډګر دى
دغه بريدونه په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو او په تيره بيا دپچير او اګام په ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو شوي دي .
لومړى بريد تيره شپه دپچير او اګام په ولسوالۍ کې دداعشيانو په پټنځي شوى دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهوايي قوتونو په دغو بريدونوکې ددغې ډلې دپنځو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون دداعش دډلې درې ويشت تنه غړي ووژل شول .
ده وويل په دغو بريدونوکې دداعش څو پټنځي له جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دپچير او اګام په ولسوالۍ کې دداعش پرضد پوځي عمليات دوام لري .
ديوبل خبر له مخې. دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو دهوايي بريدونو له امله اته تنه داعشيان ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه کله چې داچين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ديولړ بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو ددوى په پټنځيو بريدونه وشول .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوجګپوړي قوماندان وايي چې ددغو هوايي بريدونو له امله اته تنه داعشيان ووژل شول .
دغه ر از ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو دډزو له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو کله چې ډيورند له کرښې څخه افغانستان ته روان و بريد وشو
0 1 دقیقه لوستل