په ننګرهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي شپږويشتمه
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ يوه څلور کسيزه ډله طالبان چې غوښتل يې دوسايطو ضد يو ماين دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړى دځاى پرځاى کولو په  وخت کې ماين وچاوديد او له امله  يې دوه  تنه ووژل شول او دوه  تنه نور ټپيان شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته