امنیت

په ننګرهار ولايت کې دطالبانو دډلې يو جګپوړى قوماندان په خپل منځى جګړه کې ووژل شو .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دطالبانو يوجګپوړى قوماندان په ننګرهار ولايت کې د دوو ډلو طالبانو  دجګړې له امله ووژل شو .
  دغه خپل منځۍ جګړه پرون دغني خيلو په ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو  دطالبانو دډلې په يوه جګپوړي قوماندان په داد الله مشهور ملا خادم  بريد وکړ .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼې دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو په دغې خپل  منځي جګړه کې   دطالبانو دډلې يو جګپوړي قوماندان په داد الله مشهور ملا خادم  ووژل شو.
  دغه جګړه په ښکاره دطالبانو دخپل منځي اختلافونو په دليل  ونښته .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته