په ننګرهار ولايت کې تېرکال په سلګونه تنه ډار اچوونکي نيول شوي دي .

کابل باختر د وري شپږمه :
تېرکال په سلګونه تنه  ډار اچوونکو او ورانکاري د ننګرهار ولايت د ملي امنيت  د منسوبينو له خوا نيول شوي دي .
  دغه کسان  د ځانګړو عملياتو او د پلټنې په بهير کې  د ننګرهار ولايت له ګوټ ګوټ  څخه نيول شوي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼې باختراژانس ته وويل چې دتېرکال په بهير کې  څلور سوه څوارلس تنه  په ډار اچونکو بريدونو کې د لاس لرلو او په ورانکارو بانډونوکې د غړيتوب په تور نيول شوي دي .
ده وويل  په نيول شويو کسانو کې دوه سوه درې اتيا تنه داعشيان  ، درې اويا تنه انسان تښتوونکي او اته شپيته تنه نور د جنايي پيښو په تور نيول شوي دي  چې له هغو څخه  په لسګونو وسلې هم  ترلاسه شوي دي .
نيول شوي کسان  له دوسيو سره يې  عدلي اوقضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي .ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته