په ننګرهار ولايت په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ډار اچوونکو طالبانو او داعشيانو ته درانده زيانونه اوښتي دي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دننګرهار ولايت د داعشيانو او طالبانو په سنګرونو دځمکنيو او هوايي بريدونو ډګرو دغه بريدونه په تيرو څلوروويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې د داعشيانو او طالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
دغه بريدونه تيره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو او طالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ددغې ډلې دڅو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون شپږويشت تنه داعشيان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
په کوټ او اچين ولسواليو کې مشري دکوماندو ځواکونه کوي.
ددغو ځواکونو وياند جاويد سليم وايي چې په داعشيانو له هوا او ځمکې څخه بريدونه وشول او دغه بريدونه د ډار اچوونکو تر بشپړ ځپلو پورې به دوام و لري.
ده تاييده کړه چې په نويو نښتو کې ددغې ډلې د دريو جګپوړو قوماندانانو په ګډون شپږ ويشت تنه داعشيان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
دکوماندو دځواکونو وياند وايي چې پوځيانو وکولاى شول په کوټ او اچين ولسواليو کې د داعشيانو څو لوى مرکزونه ونيسي او له منځه يوسي.
له دغه مرکز څخه په لسګونو جنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې : پنځلس تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو دهوايي او ځمکنيو بريدونو په بهير کې ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي لس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په هسکې مينې ولسوالۍ کې دهوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو هغه وخت چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و هوايي بريد وشو.
ويل کيږي په دغو پيښو کې دسيمې خلکو او سرتيروته زيان نه دى اوښتى.
له بله پلوه په ننګرهار ولايت کې پوځيان د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو دنهو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې دسرخ رود،خوږياڼيو،نازيانو،هسکې مينې، کوټ او اچين په ولسواليو کې دپوځي عملياتو په بهير کې کشف او ترلاسه شوي دي.
دغه راز ويل کيږي چې امنيتي ځواکونه په ننګرهار ولايت کې تيره شپه او نن سهار څه ناڅه دشپږوماينونه په کشفولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
دغه ماينونه په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې ځاى پرځاى شوي و چې دخلکو په همکارې کشف شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته