اقتصاد

په ننګرهار او لغمان کې دفابريکو توليدات ځنديدلي دي

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
دننګرهار ولايت دسوداګرۍ او ضايعو  دخونې مسوولان وايي چې د ننګرهار او لغمان په ولايتونوکې دبريښنا  دبهير په بنديدو سره په دغو ولايتونوکې  دتوليدي فابريکو فعاليت ځنډيدلي دي .
  دننګرهار  ولايت دسوداګرۍ او صنايعو  دخونې غړي عزيز الرحمن  عرب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دننګرهار  او لغمان په ولايتونو کې  دبريښنا  بهير له يوې مياشتې  راپديخوا بند شوى دى او يواځې  دننګرهار په ولايت کې ددرې سوه شپيتو فابريکو فعاليت دبريښنا  دنشتوالى په خاطر  ځنډيدلي دي .
ده وويل چې موږ دغه ستونزه دننګرهار او لغمان دولايتونو  له مسوولانو  سره طرحه کړې ده خوکومه  ګټه يې نه ده کړې . 
له بلې خوا دننګرهار ولايت هغه اوسيدونکي چې له دوو ورځو راپديخوا  يې ددغه ولايت دودانۍ په شاوخوا کې اعتراضيه  خيمه درولې ده وايي چې دبريښنا نشتوالي په دغه ولايت کې  کورنيو ته زياتې ستونزې پيداکړي دي او آن په دولتي ادارو کې دکار بهير له خنډ  او ځنډ  سره مخامخ شوى دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې دبريښنا دمزو دترميمولو او بيا فعالولو لپاره يې له ديني عالمانو او مخورو څخه دمرستې غوښتنه شوې ده چې دغه ستونزه حل شي .
ده وويل  چې دننګرهار والي له نغلو څخه ننګرهار ته دبريښنا دمزو دليږدونې دتګلوري دبدلون په باب دبريښنا شرکت او دځينو دولتي بنسټونو له مسوولانو سره خبرې کړې دي .
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي وويل موږ په هڅه کې يوچې له هرې ممکنې لارې دلغمان او ننګرهار  دولايتونو دخلکو دبريښنا دنشتوالي ستونزې حل کړو .
کابو يوه مياشت مخکې دلغمان ولايت دبادپښ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دننګرهار ولايت ته دبريښنا دليږدونې مزې دوسله والو طالبانو له خوا غوڅ کړى شو چې تراوسه پورې  بيا نه دي تړل شوي .     ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته