کابل باختر د کب اوومه :
دننګرهار ولايت دداعشيانو په سنګرونو دنويوځمکنيو او هوايي بريدونو ډګر و.
دغه بريدونه په تيروڅلور ويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيموکې د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
دغه بريدونه تېره شپه په روداتو ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځيو شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د دريو تنو پاکستانيانو په ګډون شل تنه داعشيان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
د يوبل خبرله مخې:
اوولس تنه نور داعشيان د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار د کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې په خپل پټنځي کې کله چې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ بريد شوى دى .
د ننګرهار د والي وياند وايي چې د دغو هوايي بريدونوله امله ١٧ تنه داعشيان ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پنځلس تنه نور داعشيان د ننګرهار ولايت په هسکې مينې ولسوالۍ کې په يوبل هوايي بريدکې ووژل شول. په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونوبوخت وو؛ بريد وشو .
ويل کيږي په دغو پيښوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
له بلې خوا پوځيانو په ننګرهار ولايت کې د جنګي وسايلو د شپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې د ننګرهار ولايت د اچين، نازيانو، کوټ، هسکې مينې او د روداتو په ولسواليوکې کشف او ترلاسه شوې دي .
دغه راز ويل شوي دي چې د ننګرهار ولايت امنيتي ځواکونو نن سهار د څه ناڅه نهو ماينونو په کشفولو او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه نيولې ده .
دغه ماينونه چې د ننګرهار ولايت په ګن ميشتو سيموکې ځاى پرځاى شوي و د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل