دجلال اباد ښار باختردزمري دمياشتې٢١نيټه :
شپږ ديرش تنه داعشيان دهېواد په ختيځ کې د پوځيانوپه نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: د پوځيانو په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې ٣٦ تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانو په ننګرهار ولايت په هسکې مينې، اچين، نازيانو او د کوټ په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو بريدونوکې د داعش د ډلې څو مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي او له منځه تللي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي: په ننګرهار ولايت کې امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په ننګرهارولايت کې د جنګي وسايل د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې چې د نازيانو او خوږياڼيو په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې له هغو څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
پا ى ج ذ