کابل باختر د زمري شپاړلسمه
د داعش د ډلې ٣٠ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د تيرې شپې په نويو بريدونوکې ٣٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت په تېره بيا دهسکې مينې، کوټ او د اچين د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهارکې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې د اچين او هسکې مينې په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو د دغو ډيپوګانو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_شکريه _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل