جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۲۲ مه
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار،اچین،مومندرې،بهسود او چپرهار ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۵ وسله وال مخالفين ټپیان شوي،یو داعش د سولې له بهیر سره یو ځای شوی او ۵ تنه مجرمین نیول شوي دي
د ننګرهار د امنيه قومنداني د رسنيو مسول حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وویل چې د مومندرې ولسوالۍ د ۲۸ ویالې د کوچیانو په جومات کې پنځه وسله وال طالبان هغه مهال سخت ټپیان شول،چې د تخریبي کړنو په موخه د دوی له لورې جوړیدونکي ماین پرې چاودنه وکړه.
د زیاته کړه دغه راز پولیسو په مرکز جلال اباد ښار،بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې ۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي،چې اوسمهال تر پلټنو لاندې دي.
د یو بل خبر له مخې د پنبه ګل په نوم یو تن د داعش په لیکو کې له فعالیت څخه لاس واخیست او په اچین ولسوالۍ کې پولیسو ته د ځآن په سپارلو سره د سولې له بهیر سره یو ځای شو.
پای/رووفي
0 1 دقیقه لوستل