په ننګرهارکې پر واکسیناتورانو د یرغلګرو په برېدونوکې څلورتنه شهیدان شول
کابل / د غبرګولي ۲۵ / باختر
څلورواکسیناتوران په ننګرهارکې د یرغلګروپه برېدونو کې شهیدان شول او څه نا څه ۳ نورټپیان شول.
دغه کارکوونکي نن سهارد جلال آباد ښاراو د خوږیاڼیواو سرخ رود په ولسوالیوکې د ماشومانود فلج پرضد د واکسین په تطبیق بوخت وو چې پرې برېدونه وشول.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچېنې چې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي باخترآژانس ته وویل چې په دغو۳ بریدونوکې ۴ واکسیناتوران شهیدان او څه نا څه ۳ نورټپیان شول.
خو د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وژل شویو کسانو شمېریو تن او د ټپیان یې پنځه تنه ویلي دي.
دغه دفتر د ننګرهار د والي له خولې ، پرهغو واکسیناتورانو برېدونه چې د ماشومان له دایمي فلج څخه ژغوري د اسلامې او انساني لارښوونو پرخلاف عمل وباله.
د ننګرهارپه مرکزي روغتون کې ډاکتران د ۲ ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
تراوسه څوک د دغو هدفمندو ترورونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
پولیس وایي د دغو پېښو د عاملینو د پېژندولو او نیولولپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
پای-ع