په ننګرهارکې ٢٤تنه مشکوک کسان ونيول شول
کابل باختر د لړم لسمه :
د ننګرهار د هوايي ډګر د ځانګړو ځواکونو په عملياتوکې نن ٢٤ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د خوږياڼيو ولسوالۍ د تتنګ په ساحه کې ترسره شول چې له امله يې له چاوديدونکو توکو بار يو ډاتسون وچول شو او ٢٤ تنه مشکوک کسان ونيول شول .