ټولنه

په ننګرهارکې ٢٢ کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۳ مه
په ننګرهار ولايت کې نن د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون  پروګرام له لارې  پر دوه ويشتو بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
  د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته خبر ورکړ: دغه توکي چې يوه اندازه اوړه او غوړي پکې دي، د دغه وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په قندهاري کلي کې پر اړو کورنيو وويشل شول .
ختم_  عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته