امنیت

په ننګرهارکې يو تن له جنګي وسايلو او نشه يي توکو سره ونيول شو

کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۰ مه
يو کس په ننګرهارکې له جنکي وسايلو او نشه يي توکو سره ونيول شو.
پوځيانو پر دغه سړى چې په ډار اچوونکې ډله کې په غړيتوب تورن دى، تېره شپه ناوخته په چپرهار ولسوالۍ کې پرې بريد وکړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: له نيول شوي  سړي څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل، ١١ کيلو ګرامه چاوديدونکي او ٣٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل: ګومان کيږي چې نيول شوى سړى د يوې ډاراچوونکې ډلې غړى وي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته