په ننګرهارکې وسله والو طالبانوته دسر زيان واوښت .

کابل باختر د وري د مياشتې٢٦
په ننګرهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو دډلې ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپاړس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو عملياتو کې چې تيره شپه دبټى کوټ ولسوالۍ په مربو طاتو کې ترسره شول پنځلس تنه  نور وسله وال طالبان ونيول شول.
دغه عمليات دتيرې شپې ددريو بجو په شا و خواکې دځانګړو امريکايي ځوا کونو اودافغان پوځيانو له خوا دبټى کوټ ولسوالۍ دتکيه خانې او چهار دهي په سيمو په هغو ځايونو چې په دې وروستيو وختو کې د ترورستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى د وسله والو طالبانو په دوو پټنځايونو ترسره شول.
دننګر هار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل، ددغو عملياتو په بهير کې چې تر نن سهاره  پورې يې دوام درلود ددوى ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپاړس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه نا څه پنځلس تنه نور يې ونيول شول.
مشرقى وال وايي چې په دغو عمليا تو کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځايونه دړې وړې  شوي دي اوپو ځيا نو دجګړه مارانو  پنځه ديرش ميله سپکې او درندې وسلې تر لاسه کړي دي
تر اوسه پورې ددغو عملياتو په بهيرکې افغان پوځيانو او بهرنيو ځواکونو اوملکي وګړو ته دسر درسيدلى زيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى
دجلال اباد ، تورخم په لويه لاره کې دبټى کوټ ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې دترو رستي فعاليتونو د زيا توالى ډګر دى .
په دې لاره کې وسله والو طالبانو په وار وار دسپرليو په ځورو نې او په بمى بريدونو  لاس پورې کړى دى
په دې وروستيو وختو کې ددغې ډلې افرادو د ناټو په اکمالاتي کاروان په بريد سره دوه تنه موټر چلوونکي يې ووژل او هم يې دننګرهار ولايت دګمرک دوه تنه کارکوونکي وتښتول چې د هغوى دبرخليک په باب تر او سه پورې کوم خبر نه دى ترلاسه شوى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته