امنیت

په ننګرهارکې له يوې اندازې نشه يي توکوسره د دريو تنو نيول کيدل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٧  :
درې تنه په ننګرهار ولايت کې  دنشه يي توکو دقاچاقو په وخت کې ونيول شول.
دغه  کسان نن سهار کله يې چې غوښتل په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي  له کابل څخه  ننګرهار ته وليږدوي؛ د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې ونيول شول.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې نيول شويوکسانو د نشه يي توکي انډي په مهارت سره په موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه د ننګرهار ولايت د مارکو بازار ته وليږدوي.
د يوبل خبرله مخې :
شپږ تنه د پرچون په ډول د نشه يي توکو د پلورنې په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان نن د جلال آباد ښار او د ننګرهار ولايت د اړوندو ولسواليو په بازارونوکې نيول شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
شپاړلس تنه په ننګرهار ولايت کې د جنايي جرمونوپه اړوند ونيول شول.
د ننګرهار ولايت پوليس وايي چې په نيول شويوکسانو دانسان تښتونې، وژنې، غلا، دنشه يي توکو دقاچاقو او ددولتي ځمکې دغصب تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته