امنیت

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره د پوليسو مرسته

کابل باختر دوږي  دولسمه :
پوليسو په ننګرهار ولايت کې له دوه سوه اړو او جګړې ځپلوکورنيو سره د خوراکي  توکو او لګښتي مالونو مرسته وکړه .
په دې مرسته کې وريجې، اوړه، غوړي،  لوبيا، نخود، شړۍ او د پخلنځي او کور لوازم شته .
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان  دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې پوليسو له څه دپاسه دوه سوه بېوزلو او جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته کړې ده .
ده وويل چې دغه کورنۍ د پوليسو له څيړنې وروسته د مرستې د ترلاسه کولو مستحقې تثبيتې شوې دي.
د يوبل خبر له مخې:
په ننګرهار ولايت کې له څه دپاسه يوسلو پنځوسو اړوکورنيو سره مرسته وشوه .
په دې مرسته کې خوراکي توکي او لګښتي مالونه شته چې د کورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو له خوا برابره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته