امنیت

په ننګرهارکې له سلګونو اړو اوبيوزلو ښځو سره مرسته

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو اوبيوزلو ښِځو سره مرسته وشوه.
دغه مرسته  دنړيوالو مرستندويو بنسټونوله خوا دننګرهار دسيمه ييزو ادارو له           لارې   له  درې سوه اړو او بيوزلو ښځو سره  شوې ده.
دافغانستان په ختيځ کې دافغاني سرې مياشتې د ټولنې  د ادارې يوه  مسوول باخترآژانس  ته وويل چې په دې پړاو کې   له کابو  درې سوه اړو ښځو سره دبورې  ، غوړيو او دنغدو پيسو مرسته شوې  ده.دغه ښځې په ننګرهار کې  دڅيړنو په بهيرکې  اړې  او بيوزلې  بللې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته