په ننګرهارکې لسګونو اړو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل
کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر
د نړیوالوخوراکي توکو سازمان په ننګرهارکې په لسګونو اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
دغو کورنیو د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه تښتېدلې دي او بشردوستانه مرستوته اړتیا لري.
د ننګرهارد رسنیودفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دې پړاوکې د دوو میاشتو لپاره ۷۴ کورنیو اوړه ، غوړي، دال او د ماشومانوخواړه ترلاسه کړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ننګرهارکې اړوندو کورنیوته د مرستو بهیردوام لري.
-ع