امنیت

په ننګرهارکې طالبانو ته د سر دروند زيان

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
په ننګرهار ولايت کې د نويو نښتوله امله طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغو جګړو په دې وروستيو وختوکې د حصارک ولسوالۍ په ځينو برخوکې دوام درلود.
لومړۍ جګړه په يوې امنيتي پوستې د طالبانو له بريد وروسته ونښته.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې د دغې ډلې د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٢ تنه ډار اچوونکو ووژل شول.
ده وويل: په دې نښته سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
شپږ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره د نښتې په بهير کې ووژل شول.
دغه طالبان پرون کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ پوځيانو پرې ډزې وکړې.
ويل کيږي چې د دغې نښتې په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوځيانو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته