په ننګرهارکې سلګونو اړو کورنیومرستې ترلاسه کړې
کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
په ننګرهارکې په سلګو اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
دغو کورنیو د جګړو او د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له اقتصادي ستونزوسره مخ شوې دي او بشري مرستوته اړتیا لري.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دې پړاو کې ۲۴۱ کورنیو ۱۰ قلمه خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د زندګي مرستندوی بنسټ دغه توکي چمتوکړي وو.
-ع