په ننګرهارکې د کليوالي خلکو په مظاهرې ځانمرګى بريد وشو
جلال آباد باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د سلګونو تنو کليوالي خلکو په مظاهرې ځانمرګى بريد وشو.
يوه ځانمرګي يرغلګر څو ساعته مخکې د مومند درې ولسوالۍ د ډکې په ساحه کې د سلګونو تنو مظاهره کوونکو ترمنځ ځان وچاوه .
د دغې پيښې له امله د سر زيان اوښتى خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
د ننګرهار د رسنيو دفتر دغه ځانمرګى بريد تاييد کړ خو د دغې پيښې د څرنګوالي او د سر د اوښتي زيان په باب يې څه ونه ويل .
د را رسيدلو خبرونوله مخې، دغه مظاهره کوونکي د شينوارو له قوم څخه وو چې پرې بريد وشو.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
پاى سعيده ذ