ټولنه

په ننګرهارکې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د یوه لوی پله د جوړېدو چارې پیل کیږي

_ کابل   باختر د وري دمياشتې ١٤ :
د جلال آباد ـ کابل پر لویه لاره د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړند د نظر آباد په سیمه کې د یوه ستر پله د جوړېدو په موخه بودیجه منظور او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
د ننګرهار د فوايد عامې رئیس دغه څرګندونې د ننګرهار د والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ د وري په دولسمه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
په همدې حال کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل: په راتلوونکې اوونۍ کې به ننګرهار د ګڼ شمېر هېوادونو د سفیرانو، مرستندویه ادارو او کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي وایي د امنیه قوماندانۍ د امنیت د نوي آمر او ترافیکو مدیر په ګمارلو سره لا هم د دغه ښار په وضعیت کې هیڅ مثبت بدلون نه دی راغلی او دغو دواړو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه،چې په کارونو کې بدلون او سمون رامنځته کړي.
کندوزي وویل: په دغه ښار کې د کراچیو د ګڼې ګونې د شتون ترڅنګ ترافیکي نظم کې ډیرې ستونزې شتون لري،چې له مخې په هر واټ کې په غېرې قانوني ډول د موټرو هډې جوړې شوي دي او په همدې موخه یو کمیسون ته دنده وسپارل شوه،چې د ښار د پاکوالى، غېرقانوني هډو په لمنځه وړلو او نورو برخو کې منظم اقدامات ترسره کړي.
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان هم د دغه ښار د پاکوالى په برخه کې د ښاریانو ترڅنګ د ترافیکو او امنیتي ارګانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه او د ښار پاکي یې د ټولو ګډه دنده وبلله.
په همدې حال کې د فوايد عامې رئیس حمدالله طلوع وویل: د وزارت له لورې د جلال اباد ـ کابل لویې لارې اړوند د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد په سیمه کې یو پل چې تېر کال د سیلاوونو د راوتلو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی و، د جوړولو منظورې شوې ده.
هغه که څه هم د دغه پله د لګښت او چارو د پیل او پای په اړه معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه،چې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي، بودیجه منظوره شوې او عملي چارې به یې ډير ژر پیل شي.
د دغه غونډې په څنډه کې د ننګرهار والي د کډوالو او بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتو والې ادارو مسؤلینو ته دنده وسپارله، چې ډير ژر د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر کډوالو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته