کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه .
پوليس وايي چې دوى د سيمې د خلکو په همکارۍ دبهسودو ولسوالۍ په سړک کې يو ماين کشف او شنډ کړى دى .
ويل کيږي؛ دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا په سړک کې ښخ کړى شوى و.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو غوښتل چې د دغه ماين په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
ده وويل چې ددغې ناکامې طرحې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره څيړنې او پلټنې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ