جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ د سراچې په سیمه کې د څلور میلیونو دوه سوه شپاړس زره افغانیو په لګښت د ۱۳۷ مترو په اوږدوالي د یو سربند د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل چې دغه سربند د افغان ایډ مرستندویه ادارې په مالي مرسته د ۴۵ ورځو په موده کې جوړیږي،چې په ترڅ کې به یې دوه زره کورنیو ته د ځمکو د خړوبولو اسانتیاوې برابرې شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ