امنیت

په ننګرهارکې د پوځيانو په نويو بريدونوکې د ٢١تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د زمري لسمه د داعش د ډلې ٢١ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو داعشيانو تېره شپه او نن سهار د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي . د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې ٢١ تنه داعشيان ووژل شول . ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په تېره بيا دهسکې مينې، کوټ، اچين او د خوږياڼيو د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي. د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه اته ماينونه کشف او شنډ کړل . د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي. دغه ډيپو د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده. له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . ختم_ج عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته