کابل باختر دزمري اوومه :
د داعشيانو د ډلې ١٨ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٨ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې ددوى په سنګرونو په تېره بيا د روداتو، کوټ، اچين او د خوږياڼيو ولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
په دې ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل