په ننګرهارکې د هوايي بريد له امله د اوو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
دداعش دډلې اووه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول.
په دې هوايي بريدکې چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د ډلې په يوه پټنځي  ترسره شو؛ د دغې ډلې دوه تنه نورغړي ټپيان شول .
د افغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې اووه تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: داعشيان ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې د دوى په پټنځي بريد وشو .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې په نوې جګړه کې شپږ تنه داعشيان ووژل شول و يوولس تنه نوريې ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار د داعشيانو د سپرلۍ په کاروان د پوځيانو له بريد وروسته ونښته .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته