امنیت

په ننګرهارکې د نويوهوايي بريدونوله امله داعشيانو ته دسردروند زيان واوښت

کابل باختر دوږي  شپږمه :
په ننګرهار ولايت کې د نويو هوايي بريدونو له امله داعشيانو ته دسردروندزيان  واوښت .
دغه بريدونه په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې د داعشيانو په سنګرونو شوي دي .
  لومړى بريد تېره شپه په  اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځي ترسره شو .
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته  وويل چې په دې بريدکې د داعش د ډلې اته تنه غړي ووژل شول اويوشمېر نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي چې په دې هوايي بريدکې دداعشيانو يو پټنځى د هغوى د جنګي وسايلو له ډيپو سره دړې وړې شوى دى.
ديوبل خبر له مخې:
  يوولس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د دوى په سنګرونو د هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د دوى د سپرلۍ په موټرونوکې بريدونه وشول.
  د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو جګپوړي قوماندان وايي چې په دغو هوايي بريدونوکې ١١ تنه داعشيان وژل شوي دي.
دغه راز درې تنه نور داعشيان په روداتو ولسوالۍ کې د پوځي عملياتوله  کړۍ څخه د تيښتې په وخت کې  د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته