کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظينو په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په ترسره کولو سره ٩ تنه تروريستان ونيول .
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: بشيرالله ، طاهرالله ، واحدالله ، حامد، غلام رحمان ، عبيدالله، ميرحمزه، بلال او عبدالرشيد چې په ننګرهار ولايت کې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو، د ماينونو په ښخولو او د اشخاصو په ترور بوخت وو؛ له يوه توغندي ويشتوونکي، يوې پيکا څلورکلاشينکوفونو، شپږو ډول ډول پاکستاني تومانچو، د پرسونل ضد دوو ماينونوله يوې مخابرې سره د دغې ادارې د موظفينو له خوا نيول شوي دي .
دغه کسان کله يې چې غوښتل دکابل- جلال آباد په لويه لاره کې په ملکي او پوځي وسايطو بريدونه وکړي؛ ونيول شول .
دغه راز د ملي امنيت منسوبينو د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتوکې د کونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ١١ تنه اوسيدونکي کوچني ماشومان چې د خاصو کړيو له خوا د ديني علومو د زده کړې تر افسانې لاندې د تروريستي فعاليتونو د لارو چارو په مقصد پاکستان ته ليږدول کيدل؛ وپيژندل او پاکستان ته د دوى د ليږدونې مخه يې ونيوله او خپلوانو ته يې وسپارل شول .
0 1 دقیقه لوستل