جلال آباد/ باختر د زمري دمياشتې ١٤ :
په ننګرهار ولايت کې په دووجلا جلا پيښوکې دوه تنه ملکي وګړي د يرغلګرو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
يرغلګرو دغه دوه تنه پرون په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ډزو سره وژلي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې يرغلګر په دغو ملکي وګړو له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شوي او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
تر اوسه پورې د دغو ملکي وګړو د وژنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ