امنیت

په ننګرهارکې د لسګونو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل ، ټپي کيدل او نيول کيدل

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
څلور تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول  او لس تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې چې پرون ناوخته دننګرهار ولايت  د پچير اوآګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ ٤٥ تنه دطالبانوپه ډله کې د غړيتوب په تور دپوځيانوله  خوا ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس  خبريال ته وويل: په دغو ځانګړو پوځي عملياتوکې د پچيراو آګام ولسوالۍ په لسګونو کلي د وسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو  له شتون څخه پاک شوي دي .
مشرقيوال وايي چې په دغو عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند تائيدکړه چې  پوځيانو ددغو ځانګړو عملياتو په بهيرکې  ٤٥ تنه  دوسله والو طالبانو په ډله کې دغړيتوب په تور نيولي دي.
ويل کيږي چې له نيول شويو کسانو څخه په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته