امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو د ډلې څلورتنه غړي ووژل شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د ډلې څلور تنه غړي په هوايي بريدکې ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه په دُربابا ولسوالۍ کې بريد وشو .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريدکې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان د يولړ تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي؛ په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته