کابل / د زمري لومړۍ / باختر
پنځه ماشومان په ننګرهارکې د طالبانو له لوري د توغنديو د توغولوپه پایله کې شهیدان او څه نا څه ۲ نورټپیان شول.
دغه پېښه تېرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو په اچین ولسوالۍ کې د اوسېدونکوپه کورونو د توغنديو برید وکړ.
د ننګرهارد رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره وسله وال طالبان د دغه برید مسوول وباله.
په همدې حال کې د ننګرهارپه مرکزي روغتون کې ډاکترانو د دغې پېښې د یوټپي روغتیايي حالت خراب بللی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
-ع