کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
په ننګرهارکې د شاتو مچيو لسګونو ښځينه روزونکو په يو روزنيز ورکشاپ کې د مچانو د روزنې نوې لارې چارې زده کړې.
دغه ورکشاپ د ننګرهار د کرنې رياست د امريکا د نړيوالې پرمختيا ادارې په همکارى پيل کړى و.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل: په ورکشاپ کې د کوزکونړ، بهسودو او کوټ ولسواليو د مچانو ٥٠ ښځينه روزونکو ګډون لاره .
هغه وويل: دغو ښځو ته د کرنې رياست ښوونکو په نړۍ کې د مچانو د روزنې د نننيو لارو چارو په اړه لوست ورکړ.
د مچانو ساتنه، د خوړو ورکول، د ناروغۍ د مخنيوي، د حاصلاتو د ترلاسه کولو، د شاتو د پروسس او بسته بندۍ او ترلاسه شويو شاتو ته د بازار موندل هغه موضوعګانې وې چې د مچانو دغو ښځينه روزونکو زده کړې.
په ورکشاپ کې د مچانو د روزنې يوه برخه واله نجيبه وايي چې له دې وروسته به په معياري ډول مچان وروزي.
له پکتيا وروسته د ننګرهار شات په هېوادکې ډېر ښه شات دي.
ختم- شکريه – اکرم
0 1 دقیقه لوستل